پښتو او پښتون

پښتو پالو، پښتو ستايو، پښتو به وايو دا مو ننګ دا مو ايمان دی بس همدا زمونږه شان دی

د پښتو لنډۍ

پښې پرې کرار ږدئ خاورې نه دي

هغه زلمي دي چې کاږه له خياله تلنه

 

پښتون د جنګ په ډګر مړ شو

پښتنې نجونې یې په وينو ږدي خالونه

 

پښتو کوه که ته پښتون یې

ما پر پښتو باندې ګاللي دي غمونه

 

پښتون به ولې تورې نه کا

چې د مېړانې نوم يې تللی پر ملکونه

 

پښتنو سرومال قربان کئ

چې خپله مينه مو پردۍ نشي مئينه

 

پښتون په توره کې پيدا دی

په توره لوی دی هم به مړ په توره شينه

 

پښتونستان کې غول غولې شوې

زلميان ټولېږي په وطن سر ورکوينه

 

پښتون غيرت د پښتو غواړي

کار د پښتون دی بې همت مه شې مئينه

 

پښتنې پېغلې خوشالي کا

چې زلميان کاندي د انګرېز سره جنګونه

 

پښتونستانه آباد اوسې

څو چې پښتون په دنيا وي تا به ساتينه

 

پښتونه توره کمال ستا دي

ته د زمري په شان ميدان ته شه مئينه

 

په يار مې سپين کفن غوړېږي

اوښکې مې څاڅي سلګۍ وار نه راکوينه

 

په یارۍ زوړ سړی ځوانېږي

زه به ياري د ژڼو کړم چې ځوانه شمه

 

په یارۍ زوړ سړی ځوانېږي

زه د لالي په يارۍ ځوانه زړه شومه

 

اختر چې تېر شي بيا به راشی

دا د ځوانۍ عمر په بيرته نه راځينه

 

اختر د جونو مبارک شه

ژڼي د بل وطن مرغان دي لاړ به شينه

 

آسمانه کڼ وهه ورېږه

چې د ليلی ګډې تړې پاتې شينه

 

آسمان له ستورو غېږې ورکړې

ما ته بې پته آشنا لاس نه راکوينه

 

آسمان له ستورو غېږې ورکړې

ما ته بې ننګه آشنا غېږ نه راکوينه

2 Responses to “د پښتو لنډۍ”

  1. Laila Jan said

    واه واه وروره څومره خوږې لندۍ دي جار له پښتو نه شم

    • ګرانې خورې لنډۍ د پښتو د ادب يوه غوره برخه ده چې هرڅوک يې وايي او زياتره يې زمونږ ګرانې پښتنې خويندې وايي. او ډېره مننه کوم چې خوښې مو شوې

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

 
%d bloggers like this: