پښتو او پښتون

پښتو پالو، پښتو ستايو، پښتو به وايو دا مو ننګ دا مو ايمان دی بس همدا زمونږه شان دی

Archive for مارچ, 2012

ټپه يا لنډۍ

Posted by Hamid Gul Sherzai on مارچ 10, 2012

شيرين يار یوسفزی

ټپه يا لنډۍ
دا د پښتو يو ډېر زوړ منظوم شعري صنف دے. ټپه د ژوند پۀ ګڼو موضوعاتو ويېلے شوې ده خو زياته ټپه د مينې او حسن سره سره د هجر او وصال د کېفيتونو پۀ اړه ده.ټپه خپل ځانګړے وزن او بحر لري.خو ورسره سره د قافيې يو نرمه شان طبعه هم لري.د مسرې آخر کښې د کړواله کليمو سره د نون او هې (نه) او يا يواځې د هې (ه) زياتون کؤلے شي لکه شينه، وينه،ځينه،کوينه او يا شمه،ځمه،لرمه، منمه او داسې نور.
د ټپې دوه مسرې وي، يو د ۹ چپو او بله د ۱۳ چپو وي.
ټولې ټپې هم پۀ دغه يو بحر کښې دي.وزن يې څلورم دے.د هر څلور سېلابونو سېټ کښې هر څلورم سېلاب دروند وي.د ټپې تقطيع مونږه پۀ دوه ډولونو کوُو او هغه داسې دي.
وړومبے ډول
ا ، ا ، ا ، | + ا ، ا ، ا ، | ،ا = ۹
ا ، ا ، ا ، | + ا ، ا ، ا ، | + ا ، ا ، ا ، |، ا =۱۳
دويم ډول
ا، ا، ا، | + ا، ا، ا، |+ ا …= ۹
ا، ا، ا،|+ ا، ا، ا، |+ ا، ا، ا، | + ا…=۱۳
يو ځای سېټ د څلو څلور سېلابونو خو هره مصره کښې آخري سېټ د پينځۀ سېلابونو او بل ځای هر يو د څلورو خو د طاق سېلابونو صورت کښې آخري نپمګړے.
هرکله چې درېيزې او معرا شعر ته منظوم کلام ويېلے شي نو بيا ټپه خو د دغه دواړه نه سېوا پابنده ده.چې وزن، بحر او نرمه قافيه لري.د ټپې پۀ دوه مسرو کښې يو پوره خبره او مسله رابند وي او لکه د متلونو يې د ژوند پۀ مسلو او حوالو کښې حاجت پېښېږي.د نوي وخت د حالاتو او سياسي لانجو کُنجو د پاره يې هم خلق پۀ کار راولي.يو زبردست علامتي لچک هم لري. باور سره ويېلے شو چې د ټپې ارزښت به هرکله هم زيات وي.
پۀ درناوي

Posted in Uncategorized | Leave a Comment »

غزل – سترګې

Posted by Hamid Gul Sherzai on مارچ 10, 2012

خلک پرې وژني دي قاتلې سترګې

ځکه ما په سترګو دي منلي سترګې

سم په زړه باندې ګزار کوي عالمه

زما د ليلی دي څومره ښکلې سترګې

خدای خبر چې مور وو ورته څه ويلي

پرون د هغې وې ژړېدلې سترګې

د دې خواښي مې وه ارمان ای ګله

نن د آشنا وې خندېدلې سترګې

پوهېږم نه چې به يې څه ويل

ځان سره غلې غږېدلې سترګې

زما د ديدن طمع يې لاهم پسې زياته کړه

نن مې په زړه راورېدلې سترګې

د ورځې ښه وم ساعت تېرېږي

د شپې مې زړه ته راشي غلې غلې سترګې

څومره ښايسته وو مازديګر شېرزيه

پټ پت يې راکتل او شرمېدلې سترګې

حميد ګل شېرزی

Posted in Uncategorized | Leave a Comment »

دا ژوند څومره عجيب دی

Posted by Hamid Gul Sherzai on مارچ 9, 2012

ليکونکی: حميد ګل شېرزی

سړی چې کله داسې په کراره کراره تېر ياد ته لاړ شي ژوند هسې يو فکر، تخيل او ډېر حيرانوونکی ورته ښکاري، بعضې وخت پکې خاندي او بعضې وخت سم په چغو پکې ژاړي… د ژوند ټولې خوږې او ترخې خاطرې ياد ته راشي…

اول يو ماشوم پیدا شي چې يوازې يې ژړا زده وي او يوازې خپله خوږه مور پېژني همداسې ورو، ورو بيا لومړۍ کلمه (مورې، مورې) زده کړي چې دا تر ټولو خوږه او نه هېرېدونکې کلمه ده چې دا دوره د ماشومتوب په نوم يادېږي او بيا په ورو ورو بابا ، کاکا، لالا، دادا زده کوي چې ټولې کلمې نيمې نيمې وايي ډوډۍ ته  پاپا وايي دا يوه نه هېرېدونکې د خاطرو ډکه دوره ده او دا دوره په خپله يوه خاطره ده د ژوند تر ټولو خوږه، بې غمه، بې درده، بې کړاوه دوره او د خوشالو ډکه دوره ده… بيا په کراره په کښيناستلو شي او د هغې نه وروسته د مور او پلارد لاس ګوته نيسي او کوښښ کوي چې ودرېږي خو کله ودرېږي او کله لوېږي همداسې رالوی شي د کليوالو سره لوبې کوي يو او بل خوا منډې وهي د چا خبرې نه مني په ستړيا نه پوهېږي مور يې ورته پاکې ستره جامې ورواغونځي او هغه لاړ شي بيا يې په خټو ککړې کړي خرابې يې کړي مور يې په مخ يوه څپېړه ورکړي کله چې هغه وژاړي مور جانه يې بيا سم د لاسه په خپله غېږه کې ټينګ ونيسي او د هغه له اوښکو سره سمې اوښکې تويوي خو همداسې ژوند تېرېږي …

بيا يوه ډېره عجيبه دوره راځي چې خلک ورته ځواني وايي او ځينې خلک ورته ليونتوب هم وايي په رښتيا چې ټول ليونتوب دی، دا يوه حيرانووکې نړۍ ده سړی داسې فکر کوي چې دا ټوله نړۍ د ده تر لاس لاندې ده او په چا هيڅ فکر هم نه کوي تور واسکټ يې په غاړه وي خولۍ يې کږه ايښې وي په ناز او خيال د کلي منځ کې روان وي همداسې وخت تېرېږي خو يوه ورځ د ګودر تر څنکه داسې ورو ورو روان وي يو څه ځان ښودنه هم کوي … له يو چا سره يې داسې سترګې ټکر شي چې همداسې پکې پاتې شي يو څه وروسته يې چې فکر شي ګوري چې زړه يې نه وي يو او بل خوا پسې فکر وکړي خو پيدا يې نه کړي… د مينې بيا يوه بېله نړۍ ده

بس په فکر کې يې يوازې هماغه  سترګې ګرځي کومو يې چې زړه وړی، هيڅ طاقت يې نه کېږي چې ويې نه ګوري خو وخت همداسې تېرېږي ډېر خوښ وي، د مينې لېونی په نيمه شپه له کوره ووځي زړه يې صبر نه کوي او کور ته يې ورشي ديدنونه يې کوي خو هيڅ پرې نه مړېږي، د ژوند د سپرلي په موسم کې وي په چا يې نظر هم نه لګي بيا وخت داسې يو دروند ګزار وکړي چې يو څوک ورته راشي او د خوشالۍ په موسم کې يې تندر راولواوي ورته ووايي چې … هغه يې په نامه کړه او چا ته يې ورکړه …

دا خبره داسې وي لکه تور کاڼۍ دې چې په سر ولګي ټول بدن همداسې بند پاتې شي حرکت نه کوي بيا هم د سړي زړه د تيږې په شان کلک وي چاودېږي نه. خو د ژوند نه د سړي زړه تور شي زړه داسې وايي چې ځان ووژنه، خو داسې کوم څه وي چې مرګ ته دې نه ورکوي د همدې تندر نه وروسته بيا سړی په ځوانۍ پوه نه شي هسې ژر ژر په درد او غم کې تېره شي…

د هغې نه وروسته د سپين ږيرتوب دوره راځي داسې مې اورېدلي دي چې سړی چې سپين ږيری شي نو له سره ماشوم شي که يو څه شخصيت ، دولت او یا تعليم ولرې خو ښه ده که هغه ونه لرې نو حتا د کلي ماشومان دې هم ځوروي څوک به دې نظر ته اهميت نه ورکوي زامن به دې هم په خبره نه وي…

نور څه پکې نه وايم ځکه چې زه لا نه يم وررسېدلی …

حميد ګل (شېرزی).

Posted in Uncategorized | 2 Comments »

په نړۍ کې د پښتنو شمېر

Posted by Hamid Gul Sherzai on مارچ 7, 2012

http://www.spogmai.com/index.php?option=com_content&task=view&id=7156&Itemid=37

ښاغلي علي اكبر جعفري د تهران په (سخن)نومي مجله كې د پښتون او افغان په باب يوه څېړنه كړې وه، دی وايي چې په افغانستان، پښتونخوا او نورو ځايونو کې پښتانه ۱۱مليونو ته رسېږي… په داسې حال کې چې ۱۳۹۰ لمريز کال کې د پښتنو شمېر په کوزه پښتونخوا کې تقريباً ۶۰ مليونو ته رسېږي او په افغانستان کې د پښتنو شمېر په سلو کې ۷۵ سلنه پښتانه دي چې پر دې اساس د پښتنو شمېر په افغانستان کې تقريباً څه د پاسه ۲۲ مليونو ته رسېږي او په نړی کې د پښتنو شمېر د ۸۲ مليونو په شاوخوا کې دی ايران د پښتنو سره دومره ضد لري چې افغانستان دری ژبی بولي د مثال په ډول بدبختانه چې کرزي د پښتنو سره ظلم وکړ چې د افغانستان، تاجکستان، او ايران په دري ژبه تلويزيون جوړ کړ.
حميد ګل شېرزی

Posted in Uncategorized | Leave a Comment »

د پښتنو اتڼ

Posted by Hamid Gul Sherzai on مارچ 7, 2012

اتڼ د پښتنو ډېره مشهوره او نړيواله ګډا ده چې د نړۍ په هر ملک کې د پښتنو په هر ډول خوشحالۍ کې د پښتنو له خوا ادا کېږي او بيا د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو کې بېل بېل شکلونه لري چې ما يې دوه ډولونه ليدلي دي چې يو يې د پکتيا ولايت د ځاځي اريوب د ولسوالۍ او بل يې د پکتيا ولايت د منګلو د ولسوالۍ اتڼ دی چې دا دواړه يې د پکتيا ولايت ډېر مشهور اتڼونه دي. اتڼ د دوه لټونو څخه پيلېږي او تر دولس لټونو پورې دوام پيدا کوي، اتڼ د بدن په روزنه کې ګټور دی چې ډېر پښتانه ځوانان يې ترسره کوي. حميد ګل شېرزی

Posted in Uncategorized | Leave a Comment »

 خوب وینم

Posted by Hamid Gul Sherzai on مارچ 6, 2012

خوب وینم عالمـه که ی څــوک راکړی مانا
پروت یم سر مي ایخی د خپل یار په زنګانه

خوب وینم غنی وی ناست په څنګ کی خوشحال خان وی
د دواړو په لاســـونـــــوکښي فانـــوس وی ارمغـــــان وی
ټــــــــوقــی وی ټقــــالــــی وی خبــــــري د افغـــــان وی
ســــتایی دوه نـــــومـــــــونــه د افغـــــــان د پښـــــــتانـــه
خـــوب وینم عالمه که ی څوک راکړی مانا
پروت یم سر مي ایخی د خپل یار په زنګانه

خــــوب وینــم نجــیب وی له منصــــــور سره ګـــویا وی
لــــــویـــــه ننــــــــداره وی د کابــــل پـــــــه اریـــــانــــه
دواړه ورتـــه خــــــاندی دارکښ غـــــــاړه د مُــــــلا وی
لــــــویـــــه ننــــــــداره وی د کابــــل پـــــــه اریـــــانــــه
خـــوب وینم عالمه که ی څوک راکړی مانا
پروت یم سر مي ایخی د خپل یار په زنګانه

خـــوب وینــــم لشــــــکری وی مـــــلالي وی زلمـیان وی
ګیر کــــړی وی لاهــــــور کښی د تورمخی دښمــنان وی
اخــــلی قصــــاتـــــونـــه بـــریــــــالي پـه مــــخ روان وی
هغــــــــه ننــــــګیــالی وي چې یې بـــــــــولي بیګانـــــــه!
خـــوب وینم عالمه که ی څوک راکړی مانا
پروت یم سر مي ایخی د خپل یار په زنګانه

خوب وینم جــــرګه وی خـــان شهیـد وی باچــــا خان وی
د لـــــر او بــــر راجمـــع ټــــول ملي قهــــــرمــــانان وی
شیر شاه وی احمـــد شاه وی بایزید وی میرویس خان وی
وائی مــــرګي ښــــــه دی د غـــــــلام تـــر ژونــــــدانــــه
خـــوب وینم عالمه که ی څوک راکړی مانا
پروت یم سر مي ایخی د خپل یار په زنګانه

Posted in Uncategorized | Leave a Comment »

مات کودړي

Posted by Hamid Gul Sherzai on مارچ 6, 2012

شاعره زرکه
راغلي زما يادوته ميلمانه دي مات کودړي
داوښکو هرکلي ته کوربانه دي مات کودړي
يووخت و سره منګي ول پيغلو وړي ول په وليو
…خو نن په هديرو باندې خواره دي مات کودړي
… پوه نه شومه چې مينې که نفرت ټوټې ټوټې کړل
اخ څومره جنګ ځپلي پښتانه دي مات کودړي
بلا،بلا کيسې دمحبت به درته وکړي
دې ورانو ګودرو کې چې پراته دي مات کودړي
اوبو کې پيغلو ورکړې کشمالو ته خپلې اوښکې
هوسي غوندې له کليو نه ستانه دي مات کودړي
پرديسې زرکې بيا دې په پلو کې راټول کړي
دا ولې؟په تا ګران دي که خواږه دي مات کودړي

Posted in Uncategorized | Leave a Comment »

په نړۍ كې عجيبې څاګانې

Posted by Hamid Gul Sherzai on مارچ 6, 2012

يادونه : دغه ليكنه له يوې ايرانۍ وېبپاڼې څخه را اخيستل شوې او وروسته بياله پاړسي څخه پرپښتواړول شوې ده . موخه مې داده ، چې ددې ليكنې معلومات مانه دي راټول كړي يوازې ژباړه مې كړې اوهغه مهال ، چې ماداليكنه ژباړله زه يې پردې حيرانولم اوله واقعيت څخه مې لرې ګڼله خوښايي حقيقت ولري.

× ويل كېږي په سامره نومي ځاى كې داسې څاه ، چې ښې خوږې اومزه لرونكې اوبه لري . كه په نوموړې څاه كې خامه خښته وغورځول شي لوړغږ كوي اوتردرې ګړيو وروسته دنوموړې څاه اوبه په خپلسري ډول ګرمېږي.

× دغه راز په سرنديب نوموي ځاى كې بله څاه ده ، چې كه څوك وركې وګوري دڅاه له تل څخه پركاڼو ويشتل كېږي اوټپي كوي يې . پردغې ګڼ شمېركارپوهانو خپلې تجربې ازمويلي دي خونه دي بريالي شوي ،چې آياددې لامل څه دى ؟ خوځينې كارپوهان بياپردې باوردي ، چې دادم عليه السلام دلورقبردى.

× دپوشنګ په غره كې دوه څاه وې دي يوه يې داسې ځانګړتيالري ، چې كوم توكى وركې وغورځول شي بېرته يې را آچوي اوهلته نه پكې پاتې كېږي . همدارنګه بله څاه كې كابوسل زرو كوترو ځالې جوړې كړي دي .دغه كوترې په عادي ډول آلوزي اوبېرته خپلوځالوته ستنېږي .ددغې څاه بله ځانګړنه داده ، چې كه كوم تناب يې پرسروتړل شي سم نيمېږي لكه انسان ، چې سم په منځ كې نيم كړى وي .

× داصفهان په غره كې څ اه ده ، چې ژور والى يې ندى څرګند. ويل كېږي ، چې په نوموړې څاه كې دتيموريانو په وخت كې يوكوچينى ماشوم ورغورځول شوي و اوموريې ډېره پسې ځورېده .دغه رازويل شوي دي ، چې هغه مهال يوپروژنه محكوم شوى كس دغې څاه ته راوستل شواوهغه يې په يوځنبېل كې كښېناوه اوپرډېرو اوږدو پړويې ځنبېل وتاړه اوڅاه ته يې وركوز كړ.بايد وويل شي ، چې نوموړى ځنبېل داوه ورځوپه موده كې دڅاه يوې برخې ته ورسېده يانې دومره اوږده پړي وه ،چې په اوه ورځوكې ايله تمام شول . نوموړي ته يې څودانې تيږې هم وركړې او ورته وويل شول ، چې كله پړي خلاص شول اوځنبېل په څاه كې ځوړندپاتې شودغه تيږې ښكته وغورځوه او غږته يې غوږ ونيسه ، چې څومره وخت كې دڅاه تل ته رسېږي .ده همداسې وكړل تيږې يې وغورځولې خوبيايې هم غږوانه ورېده .

× په دامغان كې داسې يوه څاه ده ، چې كه څوك دهغې اوبه وڅكي دنسناستې پرناروغۍ اخته كېږي .اوكه يې اوبه بې ځايه يانې كوم بل ځاى ته يوسي په وينو اوړي . اوكه چېرې ډېرې لرې يو ړل شي هغه وينې پرتيږوبدلېږي.

× په هندوستان كې هم داسې يوه څاه ليدل شوې ده ، چې اوبه يې روانېږي اودلارې په اوږدوكې دوه ځايه كېږي . ديوې خوا اوبه يې شين رنګ خپلوي انساني ژوندته ګټه اودبلې خوا اوبه يې ژېړې غوندې شي او انسان وژني.

× اودتبت په سيموكې داسې څاه ده ، چېت تركي ، هندي ،عربي او … غږونه اونغمې اورېدل كېږي . خوكه باران وه اورېږي هغه مهال يې نغمې او غږونه په ټپه درېږي اوكله ، چې باران ودرېږي بياپيلېږي.

بېنوا

Posted in Uncategorized | Leave a Comment »

په سړي بدلګیږي

Posted by Hamid Gul Sherzai on مارچ 6, 2012

داتريو تندی د پردي کورپه سړي بد لګيږي

بل نغری دبل چا اورپه سړي بد لګيږي

 

چې موژوندون دبل په کلواو کوڅو تيريږي

محتاج وختونه د پيغور په سړي بد لګيږي

 

بدې شيبې د محتاجي  په اجنبي ملکو کې

دا محنتونه سپکې سپور په سړي بد لګیږي

 

د ژوند نا خوالو ستړي ستړي کړوچاره نلرو

داسې فضا د ظلم ، زورپه سړي بد لګیږي

 

د زړګي اه! مو تر اسمانه فريادونه کوي

دا بيغوري نا حقه تور په سړي بد لګیږي

 

نشته چاره دې بدحالت نه د خلاصون چرته کې

عذاب وختونه لور په لورپه سړي بد لګیږي

 

ربه يو لاس کړيدا خواره او مرورافغانان

د بل په لمسه وژل ورورپه سړي بد لګیږي

 

څو به مهاجر يو د وطن ارمان په زړه کې لرو

د غه اوږد لاس بل ته د پور په سړي بد لګیږي

 

نه خوشالي شته پدې سيمه نه درمان د زړګو

دا لباسي  خندا د زور په سړي بد لګیږي


سمیع الدین افغانی

Posted in Uncategorized | Leave a Comment »

اختریز دودونه

Posted by Hamid Gul Sherzai on مارچ 5, 2012

عبدالرحمان حبیب زوی

اختر د خوشالۍ او خوښۍ جشن ته وایي،چې د نړۍ ټول مسلمانان یې په کال کې دوه ځلې د درې ورځو په لړ کې لمانځي،خو افغانستان کې په غیر رسمي توګه د اختر جشن یو څو ورځې ډیر لمانځي .د اختر د لمانڅنې دودونه په هره سیمه او مینه کې توپیر لري.د افغانستان په مرکزي ولایت لوګر کې خلک د اختر په لومړی ورځ راټول شي او تر لمانځه وروسته په جومات کې هر سړي له خپل کور څخه یو څه راوړي او له نورو کلیوالو سره په کډه د سهار چای څښي.بیا ټول خلک خپلو هیدیرو په لوري ځي او خپلو مړو ته دواوې کوي،کله چې دا مراسم سره ته ورسيږي نو بیا هر قوم تر هر څه د مخه تر ټولو مشر او سپین ږیرې کورته په یوځايي توګه ورځي .

تر دې دودونو وروسته د اختر ډوډۍ ده چې دا هم ځاتنه مراسم لري هغه داسې ده چې تر اختر د مخه د کلي خلک سره راټول شي او دا ختر د ډوډۍ مراسم په کورونو ویشي یانې مشران پریکړه کوي د اختر لومړۍ ورځ دغرمې  ډوډۍ به د فلاني کره خورو او د ماسخوتن ډوډۍ به د بل کلیوال کره خورو په دې ډول د اختر د غرمې او ماسخوتن ډوډۍ په په درې څلورو ورځو داسې ویشل کیږي،خو له بده مرغه چې د اختر د ډوډۍ دود یوازې په نارینه وو کې دود دی او ښځینه ترې محرومې دي.

خو د افغانستان په سویل ختیځ یوه بل ولایت پکتیا کې د اختر د ډوډۍ دود داسې ده چې د کلي ټول وګړي په یوه کور کې میلمانه وي .دوی د کلي ټول کورونه سره ویشي په داسې توګه چې پنځه کوره په غرمه کې د یوه کور میلماني وي او پنځه نور کورونه بیا په ماسخوتن کې دبل کلیوال کره میلمانه وي او ترې څلورورځو پورې دا لړلی روانه وي او کال په کال دا نوبت نورو کورنیو ته اتقال کوي خو ددې میلمستیا توپیر له لوګري میلمستیا سره په دې دی چې پّه دغه اختریزې ډوډۍ کې ښځینه خپلوانې هم برخه لري.او په ګډه سره ډوډۍ خوري او یو بل ته د اختر مبارکي ورکوي په دې میلمستیا کې کوربه او میلمه ټول نږدې خپلوان وي.

زمونږ د ګران هیواد افغانستان په ځینو نورو سیمو کې د اختر په لومړۍ ورځ ځانګړې تفریحي میلې وي لکه نښې ویشتل،د موسیقۍ بنډار ډولونه وهل کیږي او ځوانان ورته څڼې اړوي.ډا ډ،ل دودنه په سویلي سیمه کې ډیر تر سره کیږي.د برې پښتوتخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د ځانګړو میلو دود  اوس هم ژوندی دی دا ټول دودنه زمونږ د لرغونې کولتوري هیواد ویاړنې دي او پرته له شکه چې د افغانستان هره برخه هم دې ته ورته یا تر دې لا ښه اختریز دودنه لري خو که د بهرنیو کولتوري یرغل مخ نیوی وته شي نو ډیر ژر به ددغو ښو او با ارزښته کولتورونو ځای به د ودونو او زوکړې د کالیزو مراسم به یې ځای ونیسي.ځکه افغانان تر خپل ډول نه د پردیو ډولونو ته ښه ګډیږي.

اوس دې ټکي ته راځو چې ځینې دودونه پّه افغانستان کې په ټولیزه توګه یو ډول تر سره کیږي لکه د احتر لمونځ .د اختر په هر هغه څوک چې له یو بل نه خپه یا دښمن وي سره پخلا کیږي او که سره پخلا نه شي نو نور خلک هڅه کوي څو د دوو مرورو تر منځ جوړجاړی راولي .ی و کولتوري روایت داسې دی چې وايی د اختر پّه لمانځه کې حضرت خضر (ع) هم ګډون کوي او کله چې لمونځ پای ته ورسیږي او د روغ بړ او اختر مبارکۍ وخت شي نو په دې وخت کې خضر ځان دیوه چا د دښمن په څیره کې جوړوي او خپل ځان هغه ته ورښکاره کوي او ورنژدې کیږي او غواړي چې ورسره روغ بړ وکړي.خو که هغه کس چې خضر ورته د دښمن په څیره ښکاره شي که له روغ بړ څخه ډډه وکړي نو ډیر زیات تاوان به وکړي هغه ځکه خلک وايي چې په دې ورځ که څوک د خپل دښمن سره روغ بړ وکړي نو د ښی لاس غټه ګوته دې ومروړي د غټې ګونې هډوکی یې نه و نو پوه دې چې دا د ده دښمن نه دی بلکې خضر ع سلام دی او په هغه شیبه چې هره غوښتنه څوک له خضر علیه سلام څخه وکړي خدای یې په نصیب کوي او د نړۍ نیکمرغه انسان کڼل کیږي.

د پښتو ګړنیز ادب په لنډیو کې هم اختر د دوو مرورو د پخلا کیدل ورځ ګڼل شوې ده.

 

اختر ته ځکه خوشالیږم

چې مرور اشنا به ماپخلا کوینه

اختره ډیر دې احسان مند یم

چې مرور اشنا کې غیږې له راځینه

اختره څومره بختور یې

چې دوه یاران یو بل ته غیږې ورکوینه

اختر یو لویه خوشاله وي

چې زړونه اخلي پرې د عمر پیوندونه

د اختر بل دود دادی چې شتمن کسان ورکې خپل ذکات وباسي په کلي او بانډو کې دود دا دی چې خلک خپل ذاکات او سرسایه  د دې پر ځای چې بیوزلو او غریبانو ته ورکړي د جومات ملا امامانو ته یې ورکوي چې اسلام او ملایانو ته د درناوي بیلګه ده.پر دې برسیره خلک د جومات ملا ته د اختر مبارکې په ډول د خپلې وسې په اندازه پيسې ،څوک دستمال او څوک چرګان او یا کالي ورکوي.دا دود د کوچنیانو په فوکلوریک ادب کې هم یاد شوی دی. لکه

اختر دی بختور دی

د ملا کره چورګوړی خیټور دی

یا په دې لنډۍ کې

خوله د ملا د لور مزه کړي

د سرسایې چرګان یې ډیر خوړلي وینه

 

اختر د ددوو زړونو د یوځای کیدو ورځ ده او له زړونو څخه د کرکې د شړلو او د مینې د جونګړې د جوړولو ورځ ده.

اختر نژدې ده یاره راشه

مبارکې به یو او بل له ورکوونه

اختر د دوو مینانو د لیده کاته ورځ ده او چې په دې ورځ کې د دوو مینانو لیده کاته ونه شي نو هیڅ اختر یې نه بولي.

اختر به وي جانان به نه وي

خدایه ته ورک کړې بې دیدنه اخترونه

اختره تل تر تله اوسې

چې د بیلتون په کور کې تر مرګه وي ویرونه

Posted in Uncategorized | Leave a Comment »

 
%d bloggers like this: