پښتو او پښتون

پښتو پالو، پښتو ستايو، پښتو به وايو دا مو ننګ دا مو ايمان دی بس همدا زمونږه شان دی

دا ژوند څومره عجيب دی

Posted by Hamid Gul Sherzai on مارچ 9, 2012

ليکونکی: حميد ګل شېرزی

سړی چې کله داسې په کراره کراره تېر ياد ته لاړ شي ژوند هسې يو فکر، تخيل او ډېر حيرانوونکی ورته ښکاري، بعضې وخت پکې خاندي او بعضې وخت سم په چغو پکې ژاړي… د ژوند ټولې خوږې او ترخې خاطرې ياد ته راشي…

اول يو ماشوم پیدا شي چې يوازې يې ژړا زده وي او يوازې خپله خوږه مور پېژني همداسې ورو، ورو بيا لومړۍ کلمه (مورې، مورې) زده کړي چې دا تر ټولو خوږه او نه هېرېدونکې کلمه ده چې دا دوره د ماشومتوب په نوم يادېږي او بيا په ورو ورو بابا ، کاکا، لالا، دادا زده کوي چې ټولې کلمې نيمې نيمې وايي ډوډۍ ته  پاپا وايي دا يوه نه هېرېدونکې د خاطرو ډکه دوره ده او دا دوره په خپله يوه خاطره ده د ژوند تر ټولو خوږه، بې غمه، بې درده، بې کړاوه دوره او د خوشالو ډکه دوره ده… بيا په کراره په کښيناستلو شي او د هغې نه وروسته د مور او پلارد لاس ګوته نيسي او کوښښ کوي چې ودرېږي خو کله ودرېږي او کله لوېږي همداسې رالوی شي د کليوالو سره لوبې کوي يو او بل خوا منډې وهي د چا خبرې نه مني په ستړيا نه پوهېږي مور يې ورته پاکې ستره جامې ورواغونځي او هغه لاړ شي بيا يې په خټو ککړې کړي خرابې يې کړي مور يې په مخ يوه څپېړه ورکړي کله چې هغه وژاړي مور جانه يې بيا سم د لاسه په خپله غېږه کې ټينګ ونيسي او د هغه له اوښکو سره سمې اوښکې تويوي خو همداسې ژوند تېرېږي …

بيا يوه ډېره عجيبه دوره راځي چې خلک ورته ځواني وايي او ځينې خلک ورته ليونتوب هم وايي په رښتيا چې ټول ليونتوب دی، دا يوه حيرانووکې نړۍ ده سړی داسې فکر کوي چې دا ټوله نړۍ د ده تر لاس لاندې ده او په چا هيڅ فکر هم نه کوي تور واسکټ يې په غاړه وي خولۍ يې کږه ايښې وي په ناز او خيال د کلي منځ کې روان وي همداسې وخت تېرېږي خو يوه ورځ د ګودر تر څنکه داسې ورو ورو روان وي يو څه ځان ښودنه هم کوي … له يو چا سره يې داسې سترګې ټکر شي چې همداسې پکې پاتې شي يو څه وروسته يې چې فکر شي ګوري چې زړه يې نه وي يو او بل خوا پسې فکر وکړي خو پيدا يې نه کړي… د مينې بيا يوه بېله نړۍ ده

بس په فکر کې يې يوازې هماغه  سترګې ګرځي کومو يې چې زړه وړی، هيڅ طاقت يې نه کېږي چې ويې نه ګوري خو وخت همداسې تېرېږي ډېر خوښ وي، د مينې لېونی په نيمه شپه له کوره ووځي زړه يې صبر نه کوي او کور ته يې ورشي ديدنونه يې کوي خو هيڅ پرې نه مړېږي، د ژوند د سپرلي په موسم کې وي په چا يې نظر هم نه لګي بيا وخت داسې يو دروند ګزار وکړي چې يو څوک ورته راشي او د خوشالۍ په موسم کې يې تندر راولواوي ورته ووايي چې … هغه يې په نامه کړه او چا ته يې ورکړه …

دا خبره داسې وي لکه تور کاڼۍ دې چې په سر ولګي ټول بدن همداسې بند پاتې شي حرکت نه کوي بيا هم د سړي زړه د تيږې په شان کلک وي چاودېږي نه. خو د ژوند نه د سړي زړه تور شي زړه داسې وايي چې ځان ووژنه، خو داسې کوم څه وي چې مرګ ته دې نه ورکوي د همدې تندر نه وروسته بيا سړی په ځوانۍ پوه نه شي هسې ژر ژر په درد او غم کې تېره شي…

د هغې نه وروسته د سپين ږيرتوب دوره راځي داسې مې اورېدلي دي چې سړی چې سپين ږيری شي نو له سره ماشوم شي که يو څه شخصيت ، دولت او یا تعليم ولرې خو ښه ده که هغه ونه لرې نو حتا د کلي ماشومان دې هم ځوروي څوک به دې نظر ته اهميت نه ورکوي زامن به دې هم په خبره نه وي…

نور څه پکې نه وايم ځکه چې زه لا نه يم وررسېدلی …

حميد ګل (شېرزی).

Advertisements

2 Responses to “دا ژوند څومره عجيب دی”

  1. Laila Jan said

    ډېره ښه ليکنه کو کړې ده ګرانه وروره د لا برياليتوب په هيله

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

 
%d bloggers like this: